د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د ایټالیا د پانګونې غوښتنه وکړه . د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی په کابل کښې د ایټالیا د اقتصادی ودی له وزیر سره په کتنه کښې د افغانستان په بیلا بیلو برخو په تیره بیا د کانونو په زمینه کښې د ایټالیا د پانګونې غوښتنه وکړه . د افغانستان د ولسمشر د ویندویۍ دفتر نن په یوه بیانیه کښې وویل د ایټالیا د اقتصادی ودی وزیر پاولو رومانی د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره په کتنه کښې ددغه هیواد د بیارغونۍ لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل ډیر زریو پلاوی د پانګونې لپاره د افغانستان د حالاتو د کتنې په خاطر کابل ته سفر وکړی . ایټالیا له افغانستان سره د کابل او بامیانو د لاری په جوړولو کښې مرسته کوی . ایټالیا په افغانستان کښې دری زره پوځیان لری چی زیاتره یې په لویدیځو سیمو کښې پراته دی .