رجوع
دایران په سرحد کښې دتیلو ټانکرونه پرون افغانستان ته ورسیدل
تاريخ النشر: 1389/10/29 0:0رمز الخبر: 3641المصدر: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان ولسمشر په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت له سفیر سره په کتنې کښې ددواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او ورورګلویزې وبللې .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دولسمشر مطبوعاتی دفتر پرون په یوې بیانیې کښې وویل ولسمشر کرزی په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت له سفیر فداحسین مالکی سره په کتنې کښې ددواړو هیوادونو د زاړو اړیکو او دوستۍ په ژورې بللو سره وویل ایران او افغانستان چې وړونه ، هم ژبی او هم دینه هیوادونه دی پرله پسې کلونه کیږی چې په ښه ګاونډیتوب کښې ژوند کړدی دی او اوس باید دسونګو دڅو ټانکرونو د دریدا په خاطر د دواړو هیوادونو پایداره او زاړه دوستۍ خرابه نشی .
په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر فداحسین مالکی هم په دغه کتنې کښې افغانستان ته له ایرانه دسونګو دتلونکو ټانکرونو په باره کښې په یوه راپور کښې وویل په تیرو پینځویشتو ورځو کښې تراوسه دسونګو 929 ټانکرونه داسلام قلعه ، دوغارون، فراه او نیمروز سرحدی لارو افغانستان ته له ایران څخه ورغلی دی .
هغه وویل دسونګو پاتې ټانکرونه تر راتلونکو څلورو ورځو پورې دایران له سرحده افغانستان ته ورځی .
په دغه کتنې کښې وټاکل شوه چې دافغانستان دتجارت وزارت دمرستیال او داقتصاد اومالیې وزیرانو یو جوړ پلاوی ایران ته په سفر کولو سره دسونګو دوارداتو په زمینه کښې دایران داسلامی جمهوریت له مقاماتو سره کتنه او خبرې وکړی .
دغه راز په کابل کښې دایران سفارت پرون وویل چې دایران په سرحد کښې دسونګو درول شوی ټانکرونه افغانستان ته رسیدلی دی .
دایران سفارت ویلی دی چې افغانستان ته دسونګو ددغو ټانکرونو په ورتلو کښې دځنډ علت دافغانستان دتجارت وزارت لخوا دسونګو موادو ته دضرورت داندازې نه اعلانیدل وو .