د حضرت امام حسین علیه سلام د تل پاتې پاڅون د څلویښتۍ یا اربعین د کلیزې په شپو ورځو کې یوو په تاریخی روایتونو کې راغلی دی چې د عاشورا له پیښې څلویښت ورځې وروسته د کربلا د تل پاتې پاڅون د قربانیانو د خپلوانو کاروان مدینې ته د ستنیدا په لاره کې کربلاټاټوبی ته ورسید. پّه دغه شان ورځې کې حضرت امام سجاد علیه سلام د خپلې ترور حضرت زینب سلام ا... علیها سره یوځای ددغې پیښې د غمجنو کورنیو تر څنګ د کربلا د شهیدانو پر قبرونو ویر او ماتم وکړ . نقل شوی دی چې د رسول ا... بزرګوار یو صحابی جابر بن عبدا ... انصاری هم په دغه ورځ د کربلا د شهیدانو د قبرونو زیارت ته لاړاود امام حسین علیه سلام د کورنۍ تر څنګ ئې د شهیدانو پر قبرونو ویر وکړ د کربلا د شهیدانو د څلویښتۍ یا اربعین په ورځ د دغې غمجنې پیښې خاطره بیا ژوندۍ شوه او ویرجنو داسې مرثیې او ویرنې وویلې . ؛، په همدغې وادۍ کې وه چې پرمونږ ظلم وشو او د ظلم تورې پر مونږ ښکاره شوې دلته وه چې د حسین ابن علی چې دپیغمبر اکرم پاک لمسی ؤ سر ئې غوڅ شو او د کینې پّه غشی سره دئې د شپږ میاشتنی ماشوم مرۍ سورۍ شوه . په همدغې دښټې کې وه چې عباس ابن علی خیمو ته داوبو د راوړلو نیت درلود خو بیا بیرته ستون نه شو ؛. دغه غمجن کاروان تر درو ورځو پورې په کربلا کې تم شو او د شهیدانو د نامې له ژوندی کولو او پر هغو له درو ورځینو ویر وروسته مدینې ته ستون شو . د حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د څلویښتۍ د کلیزې په مناسبت ټولو ته تسلیت وایوو. کربلا د قربانۍ او ایمان کلتور ، د حماسې تاریخ او عشق او حقیقت غوښتنه ده . حق په هیڅ سیمې او تاریخ کې دومره ښکلی ځلانده او ولولناکه څیره نه ده غوره کړې .بې شکه د حضرت امام حسین علیه سلام د حماسې پیژندل به زمونږ په وړاندې داسې مشال وی چې د زمانې په تورتمونو کې له بې لاریو لاره وپیژنو . ځکه د اسلام دګران پیغمبرحضرت محمد ص په فرمان،حسین دنجات کشتۍ او د هدایت نور دی . حسین ابن علی داسې لوی مصلح ؤچې له خرافاتو او انحرافاتو سره د مبارزې په خاطر ئې خپل غورځنګ رامینځته کړ . دا د مصلحانو روده ده چې هڅه کوی انسانی ټولنه په کږلارۍ له حرکته وغړوی . هغه څه چې امام حسین علیه سلام ترې کړیده ، د خلکو جهالت او ناپوهی وه .په همدې خاطرهغه بزرګواردخلکو د پرګنو د پوهولو لپاره ډیره هڅه وکړه . ویئل کیدلی شی چې د امام حسین علیه سلام د پاڅون یو مهم پیغام د اسلامی ټولنې ویښتیا وه . اصولا د ستمګرو واکمنانو د سلطې یوه لاره د خلکو ګمراه کول اوپه غفلت او جهالت کې د هغوی ساتل وو،څو له دې لارې خپلو ظلمونو او کړاؤنو ته دوام وکړی . بې شکه یو فاسد او ظالم سیاسی نظام تل په ګواښ او شکنجې سره نشی پاتیکیدلی . نو ځکه ظالمان د خپل حکومت د دوام او ثبات د تضمینولو لپاره د باورونواو پخپلې ګټې د خلکو د فکر بدلولو ته مخه کوله . بنی امیه ؤ په دغه چلول سره پر اسلامی ټولنې حکومت کاوه ّ او هڅه ئې کوله څود پیغمبر اکرم د وخت پاتې لوړ ارزښتونه بدل او دینی مفهومونه یوډول تحریف کړی .او د خپلو ګټو لپآره ئې په ټولنې کې خپره او پراخ کړی . په دغه ډول حساس پړاؤ کې د خلکو په ځینو پرګنو کې د معرفت دنیشتوالی له امله د انحراف لمن پراخه شوه . کله د دین پّه ډګر کې معرفت او پیژندګلوی نه وی ، نو په سیاسی او ټولنیزو موضوګانو کې د دین ډیرې لارې چارې له تحریف او بدلیدا سره مخامخ کیږی . په دغه ډول شرائطو کې داسې ډیر عابدان وی چې د دوکه بازوسیاستوالانو او ستمګرانو لاس پوڅی کیږی .د اسلام ګران پیغمبر پخپل دور کې ددغه ډول بهیرونو د رامینځته کیدا په باب خبرداری ورکړی ؤ او فرمایلی ئې وو ؛، په ستاسو کې به داسې ډلې پیدا شی چې تاسوبه خپل لمانځونه اوروژې د هغوی د لمانځونو او روژو په وړاندې او خپل عملونه د هغوی د عملونو په وړاندې لږ او هیڅ شمیرئ . دوی قرآن لولی خو یوازې په خولو سره ،او دغه ډله د هماغه غشی په څیرچې له لیندې وځی له دینه خارجیږی . ؛. د اسلام ګران پیغمبر دغه ډله کږلاری د سطحی فکر لرونکی او ضدی کسان معرفی کوی حضرت امام حسین علیه سلام قدرت ته د ظاهر ی دیندارو خو یه اصل کې د دوکه بازوکسانو د رسیدا د خطرې په درک کولو سره یو خوځښت پیل کړ او په اسلامی ټولنې کې ئې د یوه دینی ، سیاسی او ټولنیز بصیرت او ویښتیا د بهیر او څپې د رامینځته کولو په لټه کې شو . هغه بزرګوار پخپله ددغې ډلې په باب وفرمائیل :، دین یوازې د هغوی د ژبو لوبتکه ګرځیدلې ده ، دوی دین تر هغه ځایه غواړی چې خپلې دنیاوی ګټې ئې تامین کړی او کله چې له ازمیښت او بلاګانو سره مخامخیږی ، نو حقیقی دینداران څومره لږ پاتیکیږی:. بنی امیه ؤ دین د خپلو سیاسی موخو په نښه کړ ی او په لټه کې وو چې دینی مفاهیم د خپلې خوښې په اساس برابر کړی . امام حسین ددغه انحراف په درک کولو سره د وخت د واکوالانو په خلاف پاڅون وکړ او د ټولنې د سیاسی او ټولنیزو حالاتو بیانولو او تحلیل ته ئې مخه کړه . هغه بزرګوار د ارزښتونو د ګډوډیدا او ددغو انحرافاتو په وړاندې د مسلمانانو سستۍ او لټۍ په باب خبرداری ورکړ . حضرت امام حسین علیه سلام د اسلامی ټولنې لپآره خورا ستره خطره دنیا پرست او جابر واکمن حکومت بالهّ . له دې امله ئې د مسلمانانودخلیفه په توګه د معاویه د زوی یزید په بې صلاحیتۍ او نالائقتوب په ټینګار سره په حقیقت کې د یوه پرهیزګار او صالح رهبر په ټاکلو ټینګار کاوه . هغه بزرګوارخپل هدف د خپل نیکه بزرګوار دامت د چارو اصلاح اوامر بالمعروف او نهی از منکر باله ّ. د امام بزرګوار روښانه کونې او وروسته د هغه مبارک شهادت پر اسلامی ټولنې د وه هغه شاک په څیر ووچې د ځینو ویده شوو ضمیرونو د ویښتیا سبب شو. لوی مورخ ابن خلدون د عاشورا د پیښې د پایلو په باب لیکی ، د بنی امیه ؤ د حکومت او د هغو د عاملانو په ضد دکرکی څپه رامینځته شوه یو شمیر کسان له دې چې د پیغمبر اکرم له لمسی سره ئې ملګرتیا نه وه کړې ډیر پښمانه شول او ورو ورود ویښتیا څپه په درستې اسلامی ټولنې کې راپورته شوه او د توابینو د غوورځنګ او دغه راز د مختار د پآڅون او نورو پاڅونونو زمینې جوړې شوې . دغه حماسی پاڅون د پیغام په رسولو کې د امام سجاد او حضرت زینب سلام ا... علیهما رول هم ډیر مهم او برخلیک ټاکونکی ؤ . ددغو بزرګوارانو ویناوې له پاڅونه وروسته په هماغو لومړنیو ورځو کې په کوفې او شام کې د غافلانو د ویښولواو بیدارولو لومړنی سپڼکی شول .دکربلا د پاڅون د پیغام د روسونکو دغو دوو لویانود پیغام پوهونکی برخې او روښانه کلام د امویانو حکومت ولړزاوه او د امام حسین د لارې حقانیت او د هغه بزرګوار هذف ئې روښانه کړ . د امام حسین علیه سلام غورځنګ په سیاسی او ټولنیزو ډګرونو کې بیلابیلې نتیجې درلودې . دغه نتیجې هم په هغه دور او همدارارز په نور زمانو کې هم د ځینو ټولنو پر حالاتو ئې اغیزې وشیندلې . ځکه چې د امام حسین علیه سلام خوځښت پر داسې اصولو مشتمل ؤ چې دغه اصول په ټولو زمانواو وختونوکې دهرحقیقت غواړی انسان له خواد منلواو تائید وړدی . د حضرت امام حسین علیه سلام سپیڅلی پاڅون په ټولو مرحلوکې خدای غواړی عدالت غواړی اودظلم په خلاف دی .دغه غورځنګ د معنوی کمالاتو د ظهوراو بې بدیله حماسودپنځیدو له نظره بې ساری دی . په دغه پاڅون کې د معرفت او ایمان او سرښیندنې او قربانۍځلاوې د لوړو تفکراتو ښودنه کوی . دا سې تفکر چې د دین په چورلیزتوب سره د تمع ګرو او دنیا پالو تفکرونو پّه و ړاندې مقاومت وکړ . له دې امله ده چې دغه غورځنګ تل الهام ورکونکی خوځنده او اغیزمن دی . نن سبا د امام حسین علیه سلام د غورځنګ هر یوه اړخ ته پام د مظلومو او کړیدلو ملتونو لپاره ډیرې بریاوې درلودلی شی . په همدې دلیل ده چې د هندیانو د خپلواکی دمشر مهاتما ګاندی پهّ څیر لوی شخصیتونه دامام حسین غورځنګ دهندوستان په ژغورنې کې دځان الهام بخښونکی ګڼی . همداراز دایران لوی،اسلامی اودظلم په خلاف انقلاب د امام حسین علیه سلام دغورځنګ له تعلیماتو او ارزښتونو څځه په الهام اخستلو سره رامینځته شواوبریالی شو او تر اووسه پورې د هماغو زده کړو په اساس دستمګرانو سره په مقابلې کې خپلې لارې ته دوام ورکوی . عاشورا له یوې ورځې زیاته نه وه،خوداغیزو پلوشې ئې ترابدیّت پورې غزیدلی دی اوپاک زړونه اوحساس وجدانونه تراغیزلاندې راولی .دامام حسین پاڅون له 61 هجری قمری کال راهسې تر اووسه پورې د څپانده او راخوټیددونکی چینې په څیرله خپلو رڼواوخوږو اوبودمعرفت،حقیقت اوعدالت تږی خړوبه کوی اودباطل په ضددحق دډیروغورځنګونوالهام بخښونکی دی .د عاشورا درسونه په هر ځای او وخت کې هماغه راز دوام لری ځکه چې له ستمګرواوباطلوسره دحق اوعدالت غواړودحق نښته تل ترتله اوترقیامته روانه ده .