دطالبانو ویندوی دافغانستان په ختیځ کښې دامریکا ددوو پوځیانو دوژل کیدا خبرورکړ . دطالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دتهران راډیو ته په لنډ پیغام کښې وویل طالبانو نن سهار دلوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کښې په مامندو سیمه کښې دامریکا په پوځیانو حمله وکړه چې له کبله یې دوه امریکای پوځیان ووژل شول . هغه دغه راز له غزنی ولایته هم خبر ورکړ چې بیګا دامریکا په یوې ګزمې دګیلان ولسوالۍ په کاری کلی کښې حمله وشوه چې له کبله یې یو ټانک تباه شو او دوه کسان پکښې ووژل شول . هغه دافغانستان په شمال کښې له کاپیسا ولایته هم وویل بیګا دکاپیسا ولایت ه تګاب ولسوالۍ کښې دخارجی پوځیانو په یوې اډې درې توغندی وویشتل شول چې دمرګ ژوبلو راپور یې نه دی رسیدلی . ذبیح الله مجاهد دافغانستان په ختیځ کښې له لغمان ولایته هم خبر ورکړ چې بیګاپه الیشنګ ولسوالۍ کښې دامریکا دپوځیانو په یوې اډې دوه توغندی وویشتل شول خو دمرګ ژوبلې په هکله یې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .