د هرات ولایت د کوچیانو مشر محمد عارف اسحاقزی په یو مطبوعاتی کنفرانس کې د دولتی چارواکو ټولې هغه خبرې، چې ګواکې په ګلران، اوبه، کشک کهنه او رباط سنگی ولسوالیو کې دې دولت حاکمیت ولری رد کړې. نوموړى وایی، چې د دې ولسوالیو په درې کیلو مترۍ کې هم دولتی ځواکونه حاکمیت نه لری او که کوم دولتی چارواکى یې خبرې ردوی، نو رادې شی، چې دى یې ور وښایی. بلخوا د هرات د والی ویاند محمد شفیق بهروزیان که څه هم دا خبرې تاییدوی، خو وایی، چې دا هغه وړې وسله والې ډلې دی، چې د مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره جنګېږی. نوموړی زیاته کړه، چې دولت په دې هڅه کې دى، چې دغه وسله والې ډلې د سولې پروسې ته راوبولی.