رجوع
د افغانستان د نوې ولسی جرګې د کار پیلېدل
تاريخ النشر: 1389/11/06 0:0رمز الخبر: 3734المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د پارلمان دویم پړاو نن د دغه هېواد د ولسمشر حامد کرزی په خبرو پرانستل شو.
د ټولټاکنو پر درغلیو د غور ځانګړې محکمې له غوښتنو وروسته ولسمشر کرزی د پارلمان د پرانستلو له یوې میاشتې ځنډیدو سره موافقه کړې وه.
خو د استازو اعتراض او نړیوال دباوونه ددې لامل شول چې افغان ولسمشر حامدکرزی له خپل دریځه په شاشی او نن د پارلمان ددویم پړاو له پرانستلو سره موافقه وکړی.
که څه هم چې ځینو خبری آژانسونو ویلی دی چې دغه موافقه د استازو له خوا د ټولټاکنو پر سرغړونود غور محکمې واک په منلو سره مشروطه پاتې شوې ده.
نو ځکه د افغانستان ددویم پړاو پارلمان په کار پیلېدل په داسې حال کې دی چې د استازو او ددغه هېواد ددولت ترمنځ د ټولټاکنو پر درغلیو د غور محکمې چې معترضو نوماندانو له خوا د ټولټاکنو پر درغلیو د غور ځانګړې محکمې ته رسیدلی دی هماغه شان دوام لری.
په عین حال کې دغه محکمې اعلان کړی دی چې د پارلمان له پرانستلو سره سره به د ټولټاکنو پر شکایتونو غور ته دوام ورکړی چې ښایی د داسې حکمونو د صادریدو لامل شی چې د پارلمان د فعالیت پر بهیر منفی اغیزه وکړی.
په دې توګه هغو ستونزو ته په پام سره چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی، ددغه هېواد خلک تمه لری چې پارلمان د هغو په حلولو کې په عمل لاس پورې کړی.
ځکه د مقننه او مجریه قوې ترمنځ اختلاف د افغانستان په ګټه نه دی او د پارلمان پرانستل چې ددغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو په شتون سره ترسره شو باید ددغه هېواد د ستونزو په حلولو کې د بدلون ټکی وګڼل شی.
د بیارغونې پروګرام پر مخ بیول، په افغانستان کې د امریکا او ناټو عسکرو د جنایتونو دوام، ددغه هېواد د نیواک د پای ته رسیدو اړینتوب، د ولسی خلکو د وژلې او د ناامنیو دوام او د کوکنارو د کرکېلې او نشه یی توکو د تولید زیاتېدل، د افغانستان دخلکو او دولت پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې دی.
نو ځکه ددغه هېواد خلک تمه لری چې د افغانستان ددویم پړاو پارلمان استازی د لازمو قوانینو تصویبولو له لارې ددغه هېواد د ستونزو په حلولو کې اقدام وکړی.
د افغانستان د خلکو د لید توګې له مخې یوه مهمه ازموینه چې د دغه هېواد ددویم پړاو پارلمان پر وړاندې شته دی، د افغانستان دولت ته د امریکا ددولت له خوا د هرډول امنیتی تړون له تپلو مخنیوی دی.
ځکه چې امریکا په دې لټه کې ده چې دداډول تړونونو په تپلو سره د افغانستان نیواک دایمی کړی.
په هر حال په افغانستان کې په 2001 میلادی کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته، ددویم پړاو پارلمان په کار پیلیدو، ددغه هېواد خلک د ولس واکۍ او د بنسټونو پیاوړتیا او د قوانینو په تصوبولو کې د هغوی رول هیله من کړی دی او له شک پرته به د مقننه او مجریه قواوو په ملګرتیا او له وړو ستونزو ډډه کول سره به د افغانستان د خلکو پر وړاندې ستونزې په ځانګړې توګه ددغه هېواد د نیواک کړکیچ حل شی.