د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمى رسول نن سهار په یوه رسمی سفر اسلام اباد ته ورسېد. د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې مسوول سجاد کامران نن سهار مهال د اسلام اباد په چکلاله هوایی ډګر کې د زلمی رسول هرکلى وکړ. کامران په چکلاله هوایی ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې زلمى رسول پاکستان ته په دوه ورځنی رسمی سفر راغلى دى. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به له ولسمشر اصف علی زرداری، لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی او نورو چارواکو سره وګوری. د نوموړی په وینا، زلمى رسول به له پاکستانی چارواکو سره د دواړو هېوادونو په سیاسی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړی. باید وویل شی،چې د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال هم دیوه رسمی سفر په موخه په اسلام اباد کې دى. د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلمان بشیر تېره اونۍ کابل ته سفر کړی وو او یوه میاشت مخکې د پاکستان لومړى وزیر یوسف رضا ګیلانی هم کابل ته راغلى ؤ.