د کونړ ولایتی شورا په دې ولایت کې د یوې برتانوۍ خیریه کارکوونکې تروژل کېدو وروسته هلته د امریکا د پراختیایی ادارې یوسایډ د اړوندې اېډیانیو څانګې د بندو شویو فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه لری. د شورا رییس حاجی میاحسن عادل دا غوښتنه ترهغې وروسته وکړه، چې د ایډیانیو امریکایی موسسې یوې سرچینې کلید سره د ځانګړو خبرو پرمهال ومنله، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوری د تښتول شوې کارکوونکې لینډا نارګروی تر وژنې وروسته یې ادارې د امنیتی ننګونو له وېرې کونړ کې خپلې چارې درولی. دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شی د فعالیتونو د بندیدو نېټه ونه ښوده، خو تر درېیو میاشتو زیات وخت کېږی، چې لینډا نارګروی په کونړ کې وژل شوې ده. د کونړ د ولایتی شورا رییس منی چې د یوسایډ یوې مهمې څانګې اېډیانیو یې په سیمه کې خپلې چارې درولی، خو وایی: هڅې یې پیل کړی چې چارواکی یې له دې پریکړې په شاکېدو ته وهڅوی. د شورا د رییس په وینا: په کارنه ده، چې د کمو امنیتی ستونزو او لږو خلکو لپاره دې ټول کونړ د اېډیانیو له خیریه هڅو بې برخې شی. د کونړ مرستیال امنیې قومندان عبدالصبورالله یار له ډېر څه ویلو پرته کلید ته وویل، چې امنیتی ستونزې یې په کاری ساحه کې نشته او مرستندویې ډلې په ډاډه زړه پکې خپلې چارې ترسره کولاى شی. کونړ د هېواد ختیځ کې یوازینى ولایت دى، چې سیمه ییزو وسله والو طالبانو پکې د یوې ډله ییزې پریکړې په کولو سره له ښوونیزو، روغتیایی او رغنیزو هڅو ملاتړ کړى. د ځینو په اند که ځایی چارواکی رغوونکو ادارو سره د دوى د امنیتی اندېښنو د ختمولو قانع کوونکې خبرې وکړې، ښایی له دې اندېښنو رامنځته شوې ستونزې حل شی.