دمصر دیکتاتور ولسمشر خپل یو مرستیال ټاکلی . زمونږ خبریال وای دمصر دیکتاتور ولسمشر حسنی مبارک چې دخپل حکومت دنسکوریدا شیبې شمیری ددغه هیواد دپوځی جاسوسۍ ادارې مشرپینځه اویا کلن سلیمان دخپل مرستیال په توګه وټاکه او نوی لومړی وزیر یې هم معرفی کړ . دالومړی ځل دی چې دمصر ولسمشر په خپلې دیرش کلنې دیکتاتورۍ کښې دځان لپاره یو مرستیال ټاکی . دمصر دولسمشر لخوا دغه اقدامات په داسې حال کښې شوی چې ددغه هیواد خلک پینځمه ورځ کښی چې دحکومت داستعفا کولو لپاره پراخو مظاهرو ته دوام ورکوی . ویل کیږی چې دمصر دپلازمینې قاهرې په جنوب کښې په بینی سویف ښارګی کښې په نویو تاوتریخوالو کښې دولس کسان وژل شوی چیرې چې خلکو هڅه کوله دپولیسو یوه تاڼه وسوزوی . درې نور مظاهره چیان په قاهرې او درې پولیس هم درفع په سینای ښارګی کښې وژل شوی . په دې ډول له تیرې سه شنبې ورځې راهسې دمصر په تاوتریخوالو کښې دوژل شویو کسانو شمیر له یوسل دوو کسانو اوښتی دی چې یوازې درې دیرش یې پرون وژل شوی وو. بل خبر داچې دمصر دپلازمینې قاهرې په لویدیځ کښې په فیوم سیمه کښې دیوه زندان مشر وژل شوی او په 700 بندیان هم له زندانه تښتیدلی دی . په زندان کښې دپوځ یو جنرال هم وژل شوی . دغه راز غوسه شویو خلکو دمصر ددفاع وزارت یو لوړرتبه افسر چې جنرال دی هم له ځان سره تښتولی .