رجوع
د پولیسو پر موټر بمی چاودنې 5 تنو ته مرګ ژوبله واړوله
تاريخ النشر: 1389/11/11 0:0رمز الخبر: 3777المصدر: ایرکا خبری آژانس

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د پولیسو پر رېنجر موټر بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې یو پولیس او یو ملکی وګړى مړ او 3 نور ټپیان شول.
د بادغیس د والی ویاند حاجی شرف الدین د پېښې د پخلی ترڅنګ کلید ته وویل، چې پېښه تېر ماښام شوې او له کبله یې یو پولیس او یو ملکی وګړى مړ او 3 پولیس ټپیان دی.
ویل کېږی تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوی، خو د پولیسو لخوا یې د نیول کېدو هڅې روانې دی.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې، چې د ملی پولیسو پنځه سرتېری یې په کې وژل دی.
په دې وروستیو څو میاشتو کې دا لومړۍ خونړۍ پېښه ده، چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې رامنځته کېږی.
په دې چاودنې سره د قلعه نو اوسېدونکو د امنیتی وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړی او له امنیتی چارواکو یې د امنیت په ټینګښت کې د لا ډېرو هلو ځلو غوښتنه کړې.