دافغانستان دانتخاباتو په شکایتونو دغور دځانګړی محکمې مشر دانتخاباتو ددرغلۍ او ټګۍ په تور د ولسی جرګې ددریو استازیو داحضارولو خبر ورکړ . ایرکا خبری اژانس وای صدیق الله حقیق نن د ولسی جرګې ددغو دریو استازیو دنومونو له ښودلو پرته وویل دغه استازی دافغانستان دفاریاب و پکتیکا او بدخشان ولایتونو دی . دافغانستان ځینو رسندویو ویلی دی ټاکل شوی ده په راتلونکو دوو ورځو کښې دولسی جرګې پینځه نور استازی هم احضار کړی شی . بل خبر داچې دافغانستان له نشه ایزو موادو سره دمبارزې وزارت په څلورو لایتونو کښې دکوکنارو دکر دزیاتیدا خبر ورکړ . زمونږ خبریال وای دافغانستان له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دوزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر نه په کابل کښې خبری کانفرنس ته وویل تحقیقات وای چې دافغانستان په څلورو ولایتونو یعنی غور ، هرات ، نیمروز او فراه ولایتونو کې دکوکنارو کر زیات شوی دی . هغه وویل چې په هلمند، قندهار ، زابل ، اوزګان ، دایکندی ولایتونو کښې دکوکنارو کر چندانی زیات نه دی شوی . هغه ناامنۍ دافغانستان په ځینو ولایتونو کښې دکوکنارو دکر زیاتیدا عامل وباله . دویلو ده چې په افغانستان کښې دنشه ایزو موادو په زیاتیدا کښې په خپله امریکا ، انګلستان ، کاناډا او نور اروپای هیوادونه لاس لری او دغه هیوادونه په قصدی ډول غواړی چې نشه ایز توګه زیات شی ځکه چې دوې هم دخپل عاید یوه برخه له نشه ایزو توکو ترلاسه کوی .