رجوع
د ولسی جرګې د مشر د ټاکلو لپاره نن بیا راى اچو ونه وشوه
تاريخ النشر: 1389/11/13 0:0رمز الخبر: 3823المصدر: ایرکا خبری آژانس

نوې ولسی جرګې نن یوځل بیا د خپل مشر د ټاکلو لپاره رایه واچوله، چې هیڅ یو کاندید ونتوانید د استازو اکثریت ترلاسه کړی.
د ولسی جرګې دویم ځلی انتخاباتو ته بکتاش سیاوش، سید اسحاق ګیلانی، صدیق احمدعثمانی، عبیدالله رامین او هما سلطانی ځانونه نومولی دی.
په لومړی دور کې نوماندانو په لاندې ډول رایی خپلې کړې ،بکتاش سیاوش 14 ، اسحاق ګیلانی 41، صدیق احمد عثمانی 94، عبیدالله رامین 19 او هما سلطانی 48 ، چې زیاتې رایی صدیق احمد عثمانی او هما سلطانی ترلاسه کړې دی.
په دغه رایې اچو ونې کې نولس سپینې او اته باطلې اعلان شوی.
د ولسی جرګې غړو د تېرې شنبې په ورځ د ریئس د ټاکلو لپاره دوه ځلې رایې واچولې، خو د څلورو کاندیدانو په منځ کې یوه هم د رایو غوڅ اکثریت ترلاسه نشو کړای.
په دغو څلورو کې کسانو کې عبدالرب رسول سیاف، یونس قانونی، عبدالظاهر قدیر او میرویس یاسینی شامل وو.
د ولسی جرګې ننیو انتخاباتو ته پنځو تنو ځانونه کاندید کړی وو ، چې له رایې شمیرنې وروسته معلومه وشوه، چې هیڅ یو کاندید ونتوانید دنماینده گانو غوڅ اکثریت ترلاسه کړی، نو پکرېکړه وشوه، چې همدا نن له غرمې وروسته به د دوو کاندیانو ترمنځ، چې زیاتې رایی خپلې کړی راى ګیری وشی.