رجوع
افغانستان دایران د خصوصې برخې د شتون دپراختیا غوښتنه وکړه
تاريخ النشر: 1389/11/16 0:0رمز الخبر: 3864المصدر: ایرکا خبری آژانس

ایرکا خبری آ ژانس ر اپو رورکړ، په ایران کې د افغانستان تجارتی سلاکار عبداهادی فرهنګ دایران اوا فغانستان د تجارتی پراختیا د نندارتون او غونډې دسیاست برابرولو په لومړنۍ غونډې کې ، ددې خبرې په کولو سره چې هیواد یې دبیارغونې په حال کې دی وویل، په افغانستان کې بیلابیلې پروژې اجرا کیږی او ایران د پانګونې لپاره زیاتې وړتیاوې شته دی.
هغه زیاته کړه د افغانستان او ایران دمناسباتو سطحې ته په پام سره ، تمه کیږی چې ایرانی پانګوال په افغانستان کې ډیر فعال شتون ولری.
دایران د تجارت او پراختیا د موسسې د اقیانوسیې او آسیا څانګې مشر مهدی طالبی هم په دغو خبرو اترو کې وویل، په افغانستان کې زیات نا پیژندل شوی وړتیاوې شته دی، چې ورسره په آشنایۍ سره ، ایرانی پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شی.