رجوع
بشری: تېره میاشت 315 تروریستی پېښو شوی دی
تاريخ النشر: 1389/11/17 0:0رمز الخبر: 3874المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کورنیو چارو وزارت وایی، چې په تیره میلادی میاشت کې په افغانستان کې ټولې درې سوه پنځلس تروریستی پیښې شوی دی.
د دې وزارت ویاند زمری بشری نن په کابل کې خبریالانوته وویل، چې له دغو پیښو سره په تړاو څه باندې پنځه نیم سوه مشکوک کسان نیول شوی او دغه راز په دې موده کې نږدې درې نیم سوه میله وسلې هم د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوی دی.
ده څرګنده کړه، چې د روان میلادی کال په لومړۍ میاشت کې نږدې پنځه سوه جرمی پیښې ثبت شوی او د دې پیښوسره په ارتباط څه باندې څلورسوه تنه مشکوک کسان نیول شوی دی.