رجوع
دافغانستان ولسمشر :افغانستان نه دی نیول شوی چې ایران وګواښل شی،ایران زمونږ دوست ګاونډی دی!
تاريخ النشر: 1389/11/19 0:0رمز الخبر: 3921المصدر: ایرکا خبری آژانس

ایرکا خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی نن په کابل کې په مطبوعاتی کنفرانس کې وویل نړیواله ټولنه دې دافغانستان د ګټو په اساس له مونږ سره مرسته وکړی،نه د خپلو بریالیتوبونو په اساس.
دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی وویل، د افغان حکومت دادارو او مقاماتو امنیت باید د افغان ځواکونو له لوری تامین شی، خو که امنیت یې بهرنیان تامین کړی نو رواوالی یې تر پوښتنې لاندې راځی.
هغه زیاته کړه، مونږ غواړو چې له ځنډه پرته امنیتی مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
هغه زیاته کړه ما په میونیخ کنفرانس کې هم له نړیوالو خارجی مقاماتو سره په خبرو کې ترې وغوښتل چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړی او هغه ستونزې یې چې د خلکو اوحکومت تر منځ خنډ رامنځته کړی، په جدیت سره له منځه یوسی.
ښاغلی کرزی زیاته کړه دخارجی ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان هیڅکله په جنګ کې نه ښکیلیږی، ځکه چې زمونږ امنیتی ځواکونه په پیاوړتیا او روحیې سره دوطن دفاع کوی.
هغه وویل، دا چې که خارجی ځواکونه له افغانستانه واوځی نو په جنګ کې به ښکیل شو ، دا د خارجیانو تبلیغات دی.
ښاغلی کرزی د افغانستان او امریکا د اختلافاتو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، مونږ دواړه هیوادونه لس کاله وړاندې د ترهه ګرۍ دنابودولو لپاره موافقه کړې خو طبیعی ده چې په ځینو چارو کې زمونږ ګټی سره یو نه دی.
هغه دایران په اړه هم وویل، ایران زمونږ ښه دوست او ګاونډی دی ، او افغانستان نه دی نیول شوی چې دامریکا له لوری ایران وګواښل شی، داسې نه ده او مونږ هم امریکا ته ویلی دی چې ایران زمونږ داسې ګاونډی دی چې ورسره د ورورګلوۍ مناسبات او تاریخی مخینه لرو.
ښاغلی کرزی وویل، امریکا هم زمونږ دغه خبرې درک کړی دی.
ښاغلی ولسمشر وویل، په ځینو نورو مسلو ، د ملکیانو د مرګ ژوبلې، له مخالفو ډلو سره د مقابلې او د ځنګلونو د غوڅولو په شمول په ځینو نورو مسلو کې هم له امریکا سره اختلاف لرو.
خبر وایی چې حامد کرزی زیاته کړه خلکو ولسمشر ته رایه ورکړې ده او دولسمشر دنده، له خپلې خاورې او دملت دګټو دفاع ده.