دلویدیځ دبیارغاونې ډلې دپایپونو دجوړونکو په شان دی . زمونږ خبریال وای دافغانستان ولسمشر حامدکرزی نن په خپل هیواد کښې دلویدیځ دبیا رغاونې ډلې له هغو نل جوړونکو سره پرتله کړې چې نور ورته ضرورت نشته او زیاته یې کړه چې دلویدیځ دبیارغاونې ډلې دې باید له افغانستان څخه لاړې شی . دعسکرو او ملکی خلکو کوچنۍ کو چنۍ ډلې چې دولایتی بیا رغاونې ډلې یعنی پی ار ټی نومیږی دافغانستان په ډیرو سیمو کښې له ځای حکومتونو سره دزده کړې، ر وغتیا او په بیخ بنای برخو کښې مرسته کوی . دافغانستان ولسمشر دغه څرګندونې نن په کابل کښې دولسمشرۍ په ماڼۍ کښې وکړې . دافغانستان ولسمشر کرزی وویل کله چې په کور کښې داوبو نل لیکه وچوی نو سړی یو پایپ جوړونکی وربولی چې نل لیکه جوړه کړی او کله چې نل لیکه جوړه شی نو نل لیکه جوړونکی نو دتل لپاره په هغه کور کښې نه پاتې کیږی . کرزی پوښتنه وکړه ایا هغه نل لیکه جوړونکی به پاتې شی چې په دې سره خبریالانو وخندل . دافغانستان ولسمشر وویل کوچنیو ډلو چې له 2002 میلادی کال راهسې دبیارغاونې په کوچنیو پروژو یې په میلیونونو ډالره لګولی دی په خپله دحکومت دچلولو لپاره دافغانستان دهڅو مخه نیسی . دافغانستان ولسمشر تل دخپل هیواد په کورنیو چارو کښې دلویدیځو هیوادونو په لاسوهنې نیوکه کوی . دافغانستان ولسمشر وویل دپارلمان دغونډې دپیلولو لپاره زما په فیصلې کښې خارجی هیوادونو لاس او نفوذ درلود .