ناټو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. سرچینې زیاته کړې، چې دغه سرتېری یې پرون د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفینو په یوه مخامخ برید کې وژل شوی دی. ایساف د وژل شویو سرتېرو هویت او د پیښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو باید وویل شی، چې په جنوب کې ډېرى امریکایی، کاناډایی او برتانوی سرتېری مېشت دی. د روان میلادی کال په ترڅ کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر 43 تنو ته ورسېد، چې ډېرى یې امریکایان دی.