زمونږ خبریال د افغان رسنیو له قوله راپور راکړ،د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملی ټیم په تایلینډ کې د اسیایی لوبو په فاینل کې نیپال ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتل شو. له 19 کاله د کم عمره ځوانانو د ملی لوبډلې روزونکی هستی ګل عابد په خپلو خبرو کې وویل،نن افغانستان په فاینل کې نیپال ته ماتې ورکړه او په میړانه یې د دغو لوبو اتلوالی ترلاسه کړه. دغه لوبې ، لس ور ځې مخکې د تایلینډ په پلازمېنه بنکاک کې پیل شوې، چې پکې د اسیا لسو هېوادونو ګډون درلود. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو 50 اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو 200 منډې جوړې کړې او نیپال ته یې د201 منډو هدف وټاکه. هستی ګل وویل چې نیپال دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله یې په 139 منډو وسوځېدله.