ولسی جرګه نن د څلورم ځل لپاره د خپل مشر ټاکلو لپاره ټاکنې کوی. له دې مخکې د ملت استازو د خپل مشر د ټاکلو لپاره درې ځلې ټاکنې کړې وې، خو پایله یی نه وه ورکړې. په څلورم ځل د ولسی جرګې ریاست ته، شکریې باکرزۍ، محمد داوود کلکانی او محمد عارف رحمانی ځانونه نومولی دی. له دریم ځل بې نتیجې رایې اخیستو وروسته د ولسی جرګې موقت مشر محمد سرور عثمانی اعلان وکړ، چې د بلې دورې انتخابات به د شنبې په ورځ وشی. د تېرې سې شنبې ورځې په غونډه کې په لومړی پړاو کې شپږو وکیلانو ځانونه کاندید کړی وو، چې عبدالقیوم سجادی او امان الله پیمان د ډیرو رایو له ګټلو وروسته دویم پړاو ته لاره وموندله. خو په دوهم پړاوکې دوی ونه توانیدل چې د ولسی جرګې د مشر د انتخاب لپاره لازم اکثریت ترلاسه کړی. له دې وروسته د ولسی جرګې موقت مشر د دې ستونزې د حل لپاره د جرګې د کورنی دندو په کړنلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه خو اکثر وکیلان وایی، چې دا کار د موقت مشر تر څارنې لاندې امکان نه لری.