رجوع
پر کندهار امنیه قومندانۍ وسله وال برید
تاريخ النشر: 1389/11/23 0:0رمز الخبر: 4005المصدر: ایرکا خبری آژانس

پر کندهار امنیه قومندانۍ وسله والو طالبانو برید کړى، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کې 29 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.
د راپورونو له مخې، وسله وال طالبان د کندهار امنیې قوماندانۍ مخامخ د زرنګار په نامه د واده یوه صالون ته ننوتی او له پورته پوړونو څخه پر امنیه قوماندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوی.
دا هم ویل کېږی: هغه مهال چې پولیس د هلیکوپټرو له لارې د سالون پر بام راښکته شول ځانمرګو برید کوونکو د ځانونو پر الوځولو پیل وکړ، چې تر اوسه یې څلورو هغو ځانونه الوځولی دی.
د میرویس روغتون مسولین وایی، چی د ملی اردو د یوه سرتیری او دوو وسله والو د وژل شویو جسدونو په ګډون یې 29 تنه ژوبل کسان ور وړی، چی عام وګړی دی.
د کندهار د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی رسنیو ته ویلی، چې له دې پېښې تر اوسه ملکی روغتون ته 29 تنه ټپیان، چې ډیرى یې ملکی وګړی دی ور وړل شوی.
بلخوا وسله والو طالبانو ، چې د دې برید پړه پرغاړه اخیستې رسنیو ته ویلی، چې دغه برید یې د 5 وسله والو طالبانو پرمټ، چې پر ځانمرګو واسکټونو هم سمبال دی کړى دى.
دوى ادعا کوی، چی په دغه برید کی یی زیات شمیر ملی پولیس وژلی.
امنیتی چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.