رجوع
امریکا دبې نظیر بوټو دټرور اصلی عامله ده
تاريخ النشر: 1389/11/24 0:0رمز الخبر: 4024المصدر: ایرکا خبری آژانس

دپاکستان دپخوانې لومړۍ وزیرې دټرور په پیښه کښې دامریکا لاس پوڅی جنرال پرویز مشرف اصلی عامل دی .
زمونږ خبریال وای دپاکستان دپنډۍ ښار له ترهګرۍ سره دمبارزې ځانګړی محکمې ددغه هیواد دارواښادې لومړې وزیرې میرمن بې نظیر بوټو دټرور په دوسیې کښې ددغه هیواد پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف تورن بللی دی او هغه یې دروانې فرورۍ میاشتې په نولسمه نیټه دیو شمیر توضیحاتو د ورکولو او دځان ددفاع لپاره محکمې ته احضار کړی .
دپاکستان دپنډۍ ښار محکمې دغه حکم دپنډۍ ښار دپولیسو دهغه و خت دمشر سعود عزیز او د هغه دیوه مرستیال دڅرګندونو پراساس ورکړی کوم چې همدا اوس دپاکستان دیوې جاسوسې ادارې یف ایی ای په قید کښې دی .
دپاکستان دپنډۍ ښار دپولیسو دغو دوو پخوانیو مسولانو په خپلو څرګندونو کښې ویلی دی چې دهغه وخت دولسمشر پرویز مشرف په حکم یې دمیرمن بې نظیر بوټو دساتنې امنیتی پروګرام بدل کړی وو او دبې نظیر بوټو دوژلې ځای یې په اوبو سره وینځلی و و او ټول اثار او نښې یې له مینځه وړی وې .
که څه هم اوس دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف دمیرمن بې نظیر بوټو په قتل کښې په لاس لرلو تورن دی او په هغه لګیدلی تور مکمن دی په جرم بدل نشی یا داچې په جرم بدل شی خو ددې چارې لپاره باید محکمې ته حاضر شی .
که چیرې پرویز مشرف بې ګناه دی نو باید خپله بې ګناهی ثابته کړی .
دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دپرویز مشرف څانګې ویندوی ښاغلی چوهدری فواد دمشرف په اړه دمحکمې دحکم دمسخره بللو په ترڅ کښې ویلی دی چې هغه به په محکمې کښې حاضر نشی .
هغه وویل پرویز مشرف به یوازې په انتخاباتو کښې دګډون لپاره چې ټاکل شوی ده په راتلونکی کال کښې ترسره شی پاکستان ته بیرته ستون شی .
دمحکمې له حکمه دپرویز مشرف دغه نه پیروۍ داسې پوښتنې مطرحوی که چیرې کوم سړی غل نه دی نو بیا ولې په محکمې کښې دځان له دفاع کولو ویریږی او دغه چاره اوس دپاکستان حکومت ته ستنیږی چې دمحکمې له حکم په پیروۍ کښې ایا دخارجی هیوادونو له لارې چې مشرف هلته اوسیږی یا داینټرپول له لارې په محکمې کښې دشتون لپاره هیواد ته ستنوی او که نه؟
دپاکستان دحکومت یوه وزیر ویلی دی که چیرې محکمه وغواړی حکومت پرویز مشرف داینټرپول له لارې هیواد ته ستنوی خو راپورونه ددې ښودنه کوی پیپلز ګوند ته اړونده مرکزی حکومت چې ارواښاد میرمن بې نظیر بوټو یې مشره وه له دغه محکمې راضی نه دی .
دلته معلومیږی چې په دغه پیښه کښې دخارجی هیواد لاس دی .
په دې زمینه کښې کله چې دتهران راډیو پښتو خپرونې دپاکستان دسترې محکمې د قاضیانو د اتحادیې دپخوانی مشر او ددغه هیواد دمشهور قاضی قاضی محمد انور نظر وپوښته نو هغه په ځواب کښې وویل که څه هم حاضردمه پرویز مشرف تورن دی دهغه دمجرم پیژندلو لپاره باید قانونی او حقوقی پړاونه کچ شی .
هغه دپاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو دپلار پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو پانسی کیداته په اشارې سره زیاته کړه چې ذوالفقار علی بوټو بې ګناه دیوه سړی په قتل تورن شو چې دهغه په حکم قتل شوی وو او بالاخره پانسی هم شو چې داپه خپله یوه لویه کیسه ده چې دامریکا په شیطنت او دسیسې سره ترسره شوه او امریکا غوښتل چې ذوالفقار علی بوټو له مینځه یوسی .
اوس چې دمیرمن بې نظیر بوټو دامنیت په پروګرام کښې د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په حکم یو شمیر بدلونونه راغلی یا دپیښې ځای وینځل شوی دی دغه چاره ددې ښودنه کوی چې پرویز مشرف حتما یو مسولیت لرلی دی .
البته پرویز مشرف یو لامل دی او دهغه اصلی عامله او حکم ورکونکی امریکا ده .
هغه وخت چې میرمن بې نظیر بوټو له اته کاله جلاوطنۍ وروسته په 2007 میلادی کال کښې خپل هیواد ته ستنه شوه نو خلکو یې پراخ هرکلی وکړ .
په بې نظیر بوټو پاکستان ته دستنیدا په وخت په کراچۍ کښې هم ځان وژونکی حمله وشوه چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول خو هغه پکښې بچ پاتې شوی وه .
دپاکستان پخوانې لومړې وزیرې بې نظیر بوټو په خپل هیواد کښې دفعالیتونو له پیلولو وروسته له یوې خوا ولیدل چې دپرویز مشرف حکومت دهغه ساتنه نه کوی او له بلې خوا دپاکستان خلک ورسره ډیره مینه کوی نو پردې اساس یې دپاکستان دخلکو په ګټه او دامریکا له ګټو سره په تضاد کښې ویناوې کولې .
په همدې وخت دپاکستان پخوانې لومړې وزیر میرمن بې نظیر بوټو امریکا ته چې دپرویز مشرف او دهغې ترمینځ ضامنه وه شکایت وکړ چې پرویز مشرف دهغه دساتنې په کار کښې سستی کوی خو امریکا دبې نظیر بوټو خبرې ته غوږ وانه چاوه او حتی دامریکا دهغه وخت خارجه چارو وزیرې میرمن کنډولیزا راییس په مسخرې سره وویل چې میرمن بې نظیر بوټو له حده زیاته ویریږی .
پردې اساس دپاکستان سترې محکمې دقاضیانو داتحادیې پخوانی مشر ښاغلی قاضی محمد انور هم په دې باره کښې ددغه خبرې په تایدولو سره زیاته کړه امریکا بې نظیر بوټو ته چې ډیره ولسی شوی وه نور ضرورت نه درلود ځکه چې دامریکا دګټو په لړ کښې یې حرکت نه کاوه نو پردې اساس یې له واشنګټنه دهغې دحذفولو حکم ورکړ .
قاضی انور زیاته کړه امریکا تل دهغو کسانو ملاتړ کوی چې په خلکو دتکیې پرځاې په امریکا تکیه کوی .
په همدې خاطر نن سبا دعربی او مینځنی ختیځ هیوادونو خلک ویښ شوی دی او دخپلو چارواکو پرضد پاڅیدلی دی چې هغوې له مینځه یوسی .
څرنګه چې په مصر کښې دخلکو پاڅون وشو او اوس د مینځنی ختیځ دنورو هیوادونو وار دی .