دترکیې د ملی تحقیقاتی کمیټې ، د غزې خلکو ته د بشر دوسانه مرستو دکشتیو د وژلې په اړه خپل راپور دملګرو ملتونو حقیقت موندونکې کمیټې ته وړاندې کړی دی. په دې راپور کې راغلی اسراییل په نړیوالو اوبوکې په دغو کشتو حمله وکړه بې ګناه خلک یې ووژل او سپک یې کړل. اسراییل دبشری حقوقو په اړه،نړیوالې موافقې تر پښو لاندې کړی . ترکیې یوځل بیا له صهیونست رژیمه وغوښتل چې بخښنه وغواړی او تاوان ورکړی.