رجوع
وکیلانو د ځانګړی کمېسیون په جوړولو هوکړه وکړه
تاريخ النشر: 1389/11/25 0:0رمز الخبر: 4041المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ولسی جرګې د رییس د ټاکلو پر سر د روانې شخړې د اوارۍ په موخه، په دې جرګه کې د یوه ځانګړی کمېسیون پر جوړېدا هوکړه وشوه.
دغه جرګه، چې د روانې میاشتې په نهمه یې د مشر ټاکلو لپاره ټاکنې پیل شوې، تر اوسه نه ده توانېدلې، چې مشر غوره کړی.
پرون د دغې جرګې ګڼ شمېر غړو غوښتنه وکړه، تر څو یو ځانګړى کمېسیون جوړ او هغه داسې لاره په ګوته کړی، چې د جرګې مشر وټاکل شی.
د دغې جرګې لنډ مهال مشر محمد سرورعثمانی وویل، چې په دغه کمېسیون کې به له هغو ولایتونو څخه، چې په جرګه کې له لسو څخه کم غړی لری، یو استازى او هغه ولایتونه، چې له لسو څخه ډېر غړی ولری، دوه استازی به ولری.د هر ولایت غړو ته وخت ورکړل شو، ترڅو دغه کمېسیون ته خپل غړی وروپېژنی.
د عثمانی په وینا، دغه کمېسیون به له جوړېدو وروسته یوه طرحه جوړه او د جرګې عمومی غونډې ته به یې وړاندې کړی، که د ډېرو وکیلانو دا خوښه وه، نو عمل به پرې کېږی او کنه نو بله لاره به لټول کېږی.