رجوع
په مصر کې ولسمشری،دوه څلور کلن پړاو وټاکل شوه
تاريخ النشر: 1389/12/07 0:0رمز الخبر: 4205المصدر: ایرکا خبری آژانس

د مصر د اساسی قانون د بدلون کمیټې ولسمشری ،په دوو دوه کلن پړاو محدوده کړه.
الدستور ورځپاڼې لیکلی دی، د اساسی قانون د بدلون کمیټې د طارق البشی په مشرۍ د اساسی قانون د بدلون په اړه سلا مشورې پای ته ورسولې.
د دغو اصلاحاتو په اساس ولسمشری ، دوه څلورکلن پړاو ده ، او ولسمشر یواځې یو بل ځل کولی شی چې ځان کاندید کړی.
همداراز خپلواک شخصیتونه هم باید دولسمشرۍ د کاندیدیدا لپاره له 29 ولایتونو ، د 12 ولایتونو ، 30 کسانو لاسلیکونه باید ولری، او همداراز د پارلمان د شورا د 150 استازو ملاتړ هم باید ولری.
همداراز د پارلمان د غړیو په اړه د ولسی شورا اختیارات لغو ا و د بیاکتنې محکمې ته وسپارل شول.