د ننګرهار والی وایی: د رېپوټونو له مخې یې د دې ولایت یو شمېر سیمو ته ځینې نور وسله وال طالبان هم نوی راغلی چې د هڅو مخنیوی ته یې دوى د پولیسو د کموالی ستونزې سره مخامخ دی. والی ګل آغاشېرزی کلید ته د یوې ځانګړې مرکې پرمهال د هغو سیمو نومونه، چې د ده په وینا، وسله وال طالبان ورته نوی راغلی، په ډاګه نکړل او هم یې د راغلو دې وسله والو شمېر په دې ونه ښود، چې په خبره یې دوى یې د قانون ته سپارنې هڅې پیل کړی. شېرزی دې مرکه کې ونه ویل، چې طالبان له کومې سیمې تازه ننګرهارته راغلی، خو په ټوله کې یې د هېواد د ناامنیو پړه پرګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر پاکستان واچوله. والی د دوى د را اوښتو لامل ننګرهار کې د پولیسو کموالى وښود او ویې ویل د ولایت دوه زره او د ده په نظر کم پولیس یې نه شی کولاى په پوره ډول د خپلو وسله والو مخالفینو هڅې شنډې کړی. د ننګرهار والی ترهغې وروسته دا خبرې کوی، چې د تېرې اونۍ پر شنبې ورځ یې د جلال اباد زړه کې استوګنځی ته مخامخ د کابل بانک پر یوه دفتر د وسله والو طالبانو ډله ییز ځانمرګی برید د ده په خبره څلوېښت تنه ووژل او اته اویا نور یې ټپیان کړل.