رجوع
دطالبانوویندوی په افغانستان کې د پنځو بهرنیو پوځیانو د وژلې ادعا وکړه
تاريخ النشر: 1389/12/08 0:0رمز الخبر: 4225المصدر: ایرکا خبری آژانس

قاری یوسف احمدی له مونږ سره په تیلفونی تماس کې وویل، طالبانو نن قندهار د میرویس مینې په سیمې کې د خارجی ځواکونو یوټانک په مین والوځوه چې پکې 5 پوځیان یې هم ووژل شول .
خوپه دې اړه بل خبر وایی چې په کندهار کی پر بهرنیو عسکرو د ماین چاودنی د ایساف یو عسکر او یو ملکی ماشوم ټپی کړل .
چاودنه نن غرمه مهال دوولس بجی د کندهار ښار لویدیځ لوری ته د میرویس مینی په سیمه کی د بهرنیو ځواکونو پر پلی ګزمه تر وشوه .
د کندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد وایی چی ماین د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوی وو او په بهرنیو ځواکونو والوته.
مجاهد وایی چی په دی پیښه کی یو د ایساف عسکر ټپی شو، خو د کندهار میرویس روغتون ته د پیښی له ځایه یو ملکی ماشوم چې ټپی و، وړل شوى دى .
قاری یوسف په بل خبر کې مونږ ته وویل، طالبانو نن د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مرکز کې د خارجی ځواکونو دوه ټانکونه په مین والوځول شول چې پکې 5 پوځیان یې هم ووژ شول .
هغه زیاته کړه په سیمې کې لا ترا وسه هم نښته روانه ده.