رجوع
کندهار کې د رایو شمېرنه له سره پیل شوه
تاريخ النشر: 1389/12/14 0:0رمز الخبر: 4311المصدر: ایرکا خبری آژانس

په کندهار کې د پارلمانی ټاکنو لپاره د ځانګړې محکمې له لوری د رایو بیا شمېرنه پیل شوه.
دغه لړۍ نن ترغرمی مخکې د دې ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په انګړ کې د معترضو کاندیدانو او د هغوى د ناظرینو پر وړاندې په داسې حال کې پیل شوه، چې د ولایتی ادارو اړوندو مسوولینو هم په کې برخه درلوده.
په کندهار کې د یادې لړۍ مشر او د دې ولایت د استناف محکمې رئیس قاضی دل اقا همت کلید ته وویل، په تېر کې دوى په همدې موخه د رایو صندوقونه مهرلاک کړی وو او نن یې د دې لپاره، چې په کې درغلی شوې او کنه؟ بیا شمېرنه پیل کړه.
د همت په وینا: دوى به په یولسو ورځو کې د کندهار ښار او ولسوالیو د نږدې 883 صندوقونو رایې وشمېری.
که څه هم ځانګړې محکمه وایی، چې د رایې شمېرنې وروسته به هغه کسان، چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړی او دا مهال په پارلمان کې دی بېرته ناکام حساب شوی، خو په کندهار کې یو معترض کاندید محمد اسمعیل مجروح وایی، چې په یاده پروسه باور نه لری او زیاتوی، چې اوس پارلمان پرانیستل شوى او یاد کمېسیون باید دا کار د پارلمان تر پرانیستلو مخکې کړى واى.
د یادونې وړ ده، چې کندهار په پارلمان کې یولس تنه استازی لری، چې اته یې نارینه او درې یې ښځینه دی.