رجوع
طالبان افغانستان په جنوب کې ددروبهرنیوعسکرودوژلوادعا کوی
تاريخ النشر: 1389/12/14 0:0رمز الخبر: 4319المصدر: ایرکا خبری آژانس

دطالبانو یوه ویندوی قاری یوسف احمدی له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې ادعاکړې چې نن لس بجې ئې دهلمندولایت په مرجه ولسوالۍکې دابهرنیو عسکرویوټانک په ماین سره ولوزاوه چې له امله ئې درې بهرنی عسکر ووژل شول.
یو بل خبر هم ښئ چې طالبانو په افغانستان کې دکوریا ئی عسکرو پرمرکزتوغندوی بریدوکړ ایرنا خبری آژانس راپورورکړد افغانستان دپروان ولایت ځآی قوماندانان وائی چې په دغې توغندوی حملې کې چاته کوم تاوان نه دی رسیدلی خودطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهدددغې حملې دمسئولیت په منلو سره ادعا کړې چې په دغه برید کې یو شمیر بهرنی عسکر وژلی دی .
داپه تیرو دوو میاشتو کې دریم ځل دی چې په افغانستان کې د کوریائی عسکرو پر مرکز توغندوی بریدکیږی جنوبی کوریا په افغانستان کې څه د پاسه دوه سوه عسکر دیره کړی دی