رجوع
د هند د پنځوسو بورسونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
تاريخ النشر: 1389/12/21 0:0رمز الخبر: 4402المصدر: ایرکا خبری آژانس

په کندهار ولایت کې د یو شمېر دولسم ټولګیو له فارغو زده کوونکو څخه د هند د پنځوسو تحصیلی بورسونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.
د کندهار والی توریالی ویسا د معلوماتو له مخې، په دې ازموینه کې نږدې 200 فارغینو ګډون کړى وو، چې ډېرى یې هلکان وو.
دى وایی، چې دا ځل به هغه کسان په دې بورسونو استول کېږی، چې په رښتیا سره د زده کړو وړتیا ولری.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى او تر دې وړاندې هم هند د کندهار ځوانانو لپاره د داسې بورسونو ضمینه برابره کړې وه.