په پکتیکا ولایت کې هم د ولسی جرګې لپاره د تېرو ټاکنود رایی شمیرنه بیا له سره پیل شوه. د دغو رایو شمېرل وروسته له هغې بیا پیل شول، چې په کابل کې په همدې موخه د جوړې شوې ځانګړې محکمې له لوری یې غوښتنه وشوه او د دوى لخوا د ټاکل شوی کمېسیون لخوا تر سره کېږی. د رایې شمېرنې په پیل کې د پکتیکا والی محب الله صمیم له راغلی پلاوی سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې په پوره ریښتینولۍ او ایماندارۍ خپله دنده ترسره کړی. په همدې مهال د پکتیکا ولایت د استناف محکمې رئیس ډاکتر عبدالحکیم، چې د رایی شمېرنې کمېسیون او راغلی پلاوی مشری هم کوی، وویل، چې غه کار یې د ټاکنو شکایتونو د څېړنې د ځانګړې محکمې له اصولو سره سم پیل کړى او د رایو ټول صندوقونه به په غور سره وکتل شی. که څه هم ځینی پاتې کاندان په دې خوښی څرګندوی، خو ځینی بیا فکر کوی چې دا کار به کومه پایله ونه لری. د یاده ولوده چې له دې وړاندې د پکتیکاګاونډته په خوست کې هم د دویم ځل لپاره رایې شمېرل پیل شوی دی.