رجوع
سپینه ماڼۍ به آل سعودهم یوازې پریږدی
تاريخ النشر: 1389/12/21 0:0رمز الخبر: 4404المصدر: ایرکا خبری آژانس

العالم ټیلیویژینی چینل د فرانسې خبری آژانس له قوله راپور رورکړ د بهرنی سیاستونو په چارو کې دامریکا د ولسمشر باراک اوباما لوړ پوړی سلاکار بن روډرز وویل واشنګټن د مظاهرو د جوړولولپاره د عربستان پشمول د ټولو هیوادونو د خلکو د حق ملاتړ کوی . د عربی نړۍ ځینی کارپوهان باوری دی چې د امریکائی چارواکو دغه ډول څرګندونې ښئ چې دغه هیواد نور د سیمې په عربو هیوادونو کې دو اکمنو کورنیو له ملاتړه لاس اخلی ځکه چې په ولسونو کې ئې حیثیت په ختمیدا دی .
دا په داسې حال کې دی چې نن په عربستان کې د پآچائی نطام مخالفانو د غوسې ورځ نومولې ده او د عربستان د واکوالانو له خوا دمظاهرو له منع کیدا سره سره ئې اعلان کړی چې د مدینې او مکې پشمول په بیلابیلو ښارونوکې به سوله ایزې مظاهرې کوی . وروستی رارسیدلی راپورونه ښئ د عربستان په ختیځ کې په القطیف او العوامیه ښارونوکې پر مظاهره چیانو د عربستان امنیتی مامورانو ډزې کړی چې په نیتجه کې ئې تر دې دمه دوه کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شوی دی او په لسګونوئې نیولی هم دی راپور ښئ چې د عربستان امنیتی مامورانو د القطیف ښار روغتون هم کلابند کړی ا و د ټپیانو د درملنې مخه نیسی . دا په داسې حال کې دی چې د عربستان ځوانانو یو ځل بیا له خلکو غوښتی دی چې د راتلونکی جمعې ورځ بیا د عربستان د پاچائی نظام په خلاف او د سیاسی اصلاحاتو داجرا کولو لپاره دې سوله ایزو مظاهرو ته ځانونه چمتو کړی. بل راپور هم ښئ چې د ریاض واټونه هم د ولسی مظاهرو د مخنیوی لپاره له پولیسو او امنیتی مامورانو ډک شوی او په بیلابیلو وسلو سنبال دی . جرمنی خبری آژانس هم راپو ررکرړی دی چې نن د عربستان په اولسو سترو ښارونو کې د سوله ایزو مظاهرو راپورونه رارسیدلی دی .
همداراز پریس ټی وی راپورورکړی دی دامریکا یوه حقوق پوه او په واشنګټن کې د نړیوالو حقوقواستادسیدعلی واصف وئیلی دی د عربستان دحکومت چلند په دروغواو دوکومشتمل دی اوداسلام په پوښښ سره ئې ځان پټ کړی دی البته کړچار ئې په بشپړډول له اسلامی اصولو سره توپیر لری . د امریکا دغه حقوق پوه زیاته کړې چې دعربستان واکوالان تر پردې شا په پټه د اسرائیلو او د هغو د سیاستونو ملاتړ کویی او له لودیځه ډیرې زیاتې وسلې اوپوځی سازوسامان اخلی له دې پرته چې کومه اړتیاورته ولری