رجوع
په جاپان کې زلزلې او څونامی په سلګونو کسان وژلې دی
تاريخ النشر: 1389/12/21 0:0رمز الخبر: 4405المصدر: ایرکا خبری آژانس

په جاپان کې له سختې زلزلې وروسته څونامی هم دغه هیواد ځپلی دی.
د جاپان د زلزلې او څونامی د قربانیانو شمیر تر څلورو سوو واوښته. په دغه پیښه کې تر اوسه په سلګونو کسان ورک تر څلورو سوو زیات مړه او په زرګونو ژوبل شوې دی. د جاپان پولیسو ویلې چې تر اوسه یې د کابو درې سوو کسانو مړی دد غه هیواد په خیتځ کې په سندای ښار کې له کنډوالو راویستلې دی.
دا په داسې حال کې دی چې تر پینځو سوو کسانو زیات ورک دی
د جاپان د کیوټو خبری اژانس د راپور له مخې نن په جاپان کې اته اعشاریه نه ریښتره زلزلې د جاپان ډیرې سیمې ولړزولې او له زلزلې وروسته د جاپان او همداراز د خواوشا هیوادونو په سمندرونو کې څونامی راغلې ده.
په عین حال کې د ارام سمندر کابو ټولو خواوشا هیوادونو ته د څونامی خبرداری ورکړل شوی دی.
د دغه زلزلې مرکز د جاپان ختیځ ساحل هونشو و او له زلزلې وورسته دڅونامی له کبله پیدا شویو اته او لس میټره څپو د سمندر د غاړو سیمې لاندې کړې دی . راپورنه وایی چې په دغه پیښه کې تر اوسه په لسګونو کسان مړ او په سلګونو ورک یا ژوبل دی او ډیر مالی تاوانه یې اړولې دی . د جاپان په اوفونات ښار کې تر دریو سوو زیات کورونه وران شوې ډی . د جاپان صدر اعظم په دغه هیودا کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتی چې وارخطا نه شی
له بلې خوا له څونامی وروسته د جاپان داوناګاوا او د فوکوشیما په لومړی لمبر ایټمی بریښناک وټونو کې اور لګیدلی او بیړنی حالت اعلان شوی دی. د جاپان مقامات وایی چې داور په مړ کولو لګیا دی او ریډیو اکټیو مواد نه دی خپاره شوې نو د اندیښنې خبره نه ده.
دا په داسې حال کې دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې نن د جاپان له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره خپل چمتووالی اعلان کړ . له دې سره په یو وخت ، ترکیې، چین روسیې ،امریکا او داسې نورو هیوادونو هم د بیړنیو مرستو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی
په عین حال کې د خواوشا هیوادونو چې د څونامی له خوا ورته د خطر احساس دی له خپلو ساحلونو د خلکو ایستل پیل کړې دی.