رجوع
د لیبیا په مختلفو سیمو کې سختې نښتې
تاريخ النشر: 1389/12/21 0:0رمز الخبر: 4417المصدر: ایرکا خبری آژانس

د الزاویه، راس لاوف، بن جواد او البریقه په شمول د لیبیا ډېری ښارونه هماغه ډ ول ددغه هېواد په دیکتاتور معمر قذافی پورې اړونده ځواکونو او انقلابیونو ترمنځ د سختو نښتو ډګرونه دی.
پر قذافی پورې اړونده ځواکونو په دوو تېرو ورځو کې د تیلی ښارونو په شمول د لیبیا په مختلفو ښارونو چې د انقلابیونو په لاس کې دی له ځمکې او هوا تر بریدونو لاندې نیولی دی.
د لیبیا د دیکتاتور زوی،سیف الاسلام قذافی هم د انقلابیونو د ګواښلو ترڅنګ ویلی دی چې د هر اړخیز برید وخت رارسیدلی دی.
قذافی چې له 42 کاله وروسته دخپلې دیکتاتورۍ پړاو پای ته رسیدل نږدې وینی، اوسمهال یې په لیونتوب ډوله وژله لاس پورې کړی دی.
د دیکتاتور قذافی د رژیم ټولې هڅې دې موضوع ته اوښتې چې له زور او جنګی ماشینه په استفادې سره، تیلی ښارونه د انقلابیونو له سلطې وباسی.
دا په داسې حال کې ده چې انقلابیون تر خپلې ولکې لاندې ښارونو کې له سنګرونوپه ډېرې سختۍ سره دفاع کوی.
اوسمهال د قذافی له خوا د لیبیا د خلکو له دوامداره وژلې سره په یووخت، ملی انتقالی شورا چې په بنغازی ښار کې جوړه شوې ده، د ځینو هېوادونو له خوا د لیبیا د خلکو د استازندویه په توګه په رسمیت پیژندل شوې ده.
فرانسه یو له هغو هېوادونو ده چې په دې وروستیو کې یې د لیبیا ملی انتقالی شورا په رسمیت پېژندلې او بلجیک هم اعلان کړی چې ډېر ژربه دغه شورا په رسمیت وپېژنی.
تر اوسه پورې کابو 16 هېوادونو دغه شورا په رسمیت پېژندلې ده.
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا هم د یوې بیانیې په صادریدو سره د معمر قذافی حکومت نا مشروع بللی دی.
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ریاض په ناسته کې د لیبیا د رژیم د غیر قانونی بللو ترڅنګ، ددغه هېواد له ملی انتقالی شورا سره د اړیکو ټینګول اړین وبلل.
د اروپایی ټولنې غړو هم پرون د بروکسل په ناسته کې د معمر قذافی د ګوښه کېدو موضوع وجاجوله.
دغه ناسته په داسې شرایطو کې جوړه شوه چې له هغې یوه ورځ مخکې، د لیبیا فضا د ناټو تر کنټرول لاندې راغلې ده.
همدا اوس د قذافی پرضد په نړۍ کې کابو یو اتحاد رامنځ ته شوی دی.
انقلابیون هم د پلازمینې پر لور د پرمختګ په حال کې دی.
که څه هم چې د قذافی زوی سیف الاسلام ټینګار کړی دی چې پلار یې د واک د پرېښودلو او له لیبیا څخه د وتلو نیت نه لری، خو شرایط دا سې نه دی چې د قذافی کورنۍ وکولای شی چې د خپل حکومت دوام ته هیله ولری.
قذافی اوسمهال یوازې پر وسله تکیه کوی.
هغه په لیونتوب ډوله توګه د خپلو خلکو په وژله لاس پورې کړی دی.
اروپایی ټولنې او امریکا د قذافی پرضد او له انقلابیونو سره د هغه د چلند د څرنګوالی په اړه ډېرې سختې نیوکې مطرح کړې دی.
که څه هم چې څرګنده ده چې اروپا او امریکا د لیبیا د خلکود وژلې د پای ته رسولو په برخه کې په دغه هېواد کې ځانګړې موخې تعقیبوی، خو دا یوروښانه ټکی دی چې قذافی داسې تکیه نه لری چې پر مټ یې وکولای شی خپله دیکتاتوری وساتی.
اوس روښانه ده چې قذافی د پرځېدو په حال کې دی، خو دغه اندېښنه شته چې قذافی د واک له پرېښودو مخکې، په لیونتوب ډوله اقدام لاس پورې کړی چې نه یوازې خلک بلګې د لیبیا تیلی څاګان هم وسوځوی.