رجوع
کندهار والی د پاکستان له قونسل سره وکتل
تاريخ النشر: 1389/12/26 0:0رمز الخبر: 4503المصدر: ایرکا خبری آژانس

نن له غرمې وروسته دکندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالى ویسا د خپل کار په دفتر کی، له کندهاری سوداګر و، د ملی امنیت ریېس، د باندنیو چارو ریېس ، د پاکستان د قونسل فرمان الله یوسفزى او ورسره پلاوی سره وکتل.
کندهار والی لمړی د پاکستان قونسل او ورسره پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د افغانی سوداګرو له هغه ستونزی څخه یادونه وکړه چی له ډیری مودې راهیسی سو داګریز مالونه د کراچۍپه بندر کې درول شویدی.
سوداګرو د پاکستان د حکومت خدمتونه د ستاینی وړوبلل او وروسته یې د قونسل څخه د درول سوو کانټینرونو د واردولو غوښتنه وکړه او وی ویل :دا چی د افغانستان او پاکستان دولتونه د سوداګریز تړون د دوو مادو په هکله تر اوسه پوری هوکړی ته نه دی رسیدلی نو د پاکستان دولت د افغانی سوداګرو ټول په سلګونه کانټنرونه د کراچۍ په بندر کی درولی دی چی هره ورځ د کانټینر پر سردسلو ډالرو په شاوخوا کی ټکس راځی نو هیله کوو چی ددې ستونزی د هواری لپاره د پاکستان قونسلګری زموږ سره مرسته وکړی .
د پاکستان قونسل ژمنه وکړه چې ددې ستونزی د حل لپاره به د سوداګریزی برخی مسوول دپاکستان سوداګریز ښار کراچۍته ولیږی ترڅو د ستونزی د ژر تر ژره هواری لپاره اقدام وکړی
افغانستان او پاکستان په 1965 کال کې د سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړى وو چی پکښی ویل شوی وه چی دافغانستان ټول لارۍ موټران به د پاکستان بندرو ته تلاى سی او دپاکستان لارۍ موتران به د افغانستان ټولو ښارور ته تلاى شی، خو څو کالو جنګونو دا تړون زیانمن کړى وو چی وروسته په 2010 کال کی یو بل تړون لاسلیک شو چی ټول باروړونکی موټران به د افغانستان څخه پاکستان او د پاکستان څخه افغانستان ته تګ راتګ کولاى شی، خو پاکستان او افغانستان په دوو مادو کی چی په کښی ویل سوی چی ټول هغه موټران چی د افغانستان څخه پاکستان ته ځی هغه باید بانکی ضمانت ورکړی او بل داچی که یې د بندر څخه مال بار کړ بیا نشی کولاى چی بل موټر ته یې پورته کړی چی د افغانستان دولت ورسره هوکړه نه لری .دامهال دپاکستان دکراچی په بندر کی دافغان سوداګرو اته زره کانتینران درول شوی چی پر یادو توکو هره ورځ په میلیونونو ډالره ګمرکی ټکس راځی او دپاکستان هیواد پرهر کانتینر دوه میلیونه پاکستانۍ روپۍ دضمانت په ډول غواړی چی داکار دنړۍ دټولو قوانینو خلاف عمل دی .
داپه داسی حال کی ده چی تیره ورځ دافغانستان دسوداګرۍ خونو چارواکو دیوی غونډې په ترځ کی ګواښ وکړ که چیری دپاکستان هیواد ددوی سوداګریز توکی چی دامهال دکراچی په بندر کی ایسار سوی خوشی نکړی دوی به هم له دغه هیواد سره خپلی ټولی سوادګریزی راکړی ورکړی بندی کړی چی دا کار ددواړو هیوادو نو په زیان تمامیږی.