رجوع
په کندهارکې دنوی کال له امله امنیتی تدابیر
تاريخ النشر: 1389/12/28 0:0رمز الخبر: 4529المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کندهار امنتی چارواکو د نوی کال دلمانځولو په له امله کلک امنیتی تدابیر نیولی دی .
دا چې نوی کال ته د ګوتو په شمېر ورځی پاته دی د کندهار امنتی چارواکی ددې ورځو د لمانځلو په موخه د کلکو امنتی تدابیرو د نېولو خبر ورکوی.
د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال خان محمد مجاهد وخت خبری آژانس خبریال سره په ځانګړی مرکه کې وویل چې دوی له ټولو امنیتی ارګانونو سره په همږغۍ د نوی کال د لومړیو ورځو د لمانځلو لپاره امنتی پلان جوړ کړی دی چې په پلی کېدو سره به یې د هر ډول احتمالی پیښو د رامنځه ته کېدو مخه ونېول شی او دکندهار اوسېدونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې په ډاډه زړه میله ځایونو ته ولاړ شی او پرته له کومی ویری دی خپلی میلې ولمانځی.
دده په خبره چې له موظفو کسانو څخه پرته چې د میله ځایونو ساتنه کوی بل هیڅ کوم کس ته اجازه نه ورکوی چې میله ځایونو ته له وسلو سره یوځای ننوزی، او ګواښ یې وکړ که هر چا د قانون څخه سرغړونه وکړه قانونی چلند به ورسره وشی.
پاته دی نه وی چې په کندهار کی ځوانان زیات د میلو مینوال دی او د نوی کال ورځی په خاکریز ولسوالۍ کې چیری چی دشاه مقصود (ع) زیارت دی لمانځل کیږی.
او همدارنګه ددې ولایت ځوانان د نوی کال ورځی په نورو میله ځایونو کې هم په دودیزو لوبو او میلو کولوسره لمانځی، چې د کندهار د ځایی چارواکو لخوا په ټولو میله ځایونو کی کلک امنیتی تدابیرو د نېولو ترڅنګ د ځوانانو لپاره بیلابیل پروګرامونه هم جوړوی.