خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزی په یوې خبری ناسته کې وویل، چې ځایی پولیسو په تېر یوه کال کې د 150 جنایې او 35 سیاسی پیښو په تور کسان نیولی، چې عدلی او قضایی ارګانونو ته سپارل شوی او د دې تر څنګ یې 400 میله بېلا بېلې وسلې ډایاګ ته سپارلی دی . ده همداشان وویل، چې په تېر یو کال کې 22 پولیس په بیلا بیلو پیښو کې وژل شوی او 38 نور ژوبل شوی دی. اسحاقزی وویل چې له دغو پیښو سره سره یې په خوست ولایت کې 12 موټر بم هم کشف او له منځه وړی. نوموړی، په خوست کې د نوی کال د لمانځلو لپاره د کلکو امنیتی تدابیر د نیولو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ولسوالیو په ګډون یې د خوست ښار په بېلا بېلو سیمو کې 1800 پولیس په دندو ګمارلی، څو په دې ورځو کې امنیت ټینګ او خلک نوى کال په بېغمه زړه ولمانځی.