دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو په غزې تړانګې پینځه حملې وکړې . زمونږ خبریال وای دصهیونیسټ رژیم الوتکو بیګا دفلسطین په غزې تړانګې کابو پینځه حملې وکړې چې له کبله یې اولس کسان ژوبل شوی دی . په ژوبل کسانو کښې دوې ښځې او اوه ماشومان شامل دی . داسرایلو تیریګر پوځ تراوسه ددغو حملو په باره کښې څه نه دی ویلی . دفلسطین عینی شاهدانو وویل چې داسرایلو په حملو کښې دحماس غورځنګ دپولیسو په یوه مرکز برید شوی دی.