رجوع
استرالیا تر راتلونکې یوه کاله له افغانستان څخه عسکر وباسی
تاريخ النشر: 1390/01/03 0:0رمز الخبر: 4626المصدر: ایرکا خبری آژانس

له سیډنې څخه د فرانسی خبری اژانس د راپور له مخې د استرالیا لومړۍ وزیری میرمن جولیا ګیلارډ پرون د افغانستان د ولسمشر حامدکرزی لخوا د هغو اوو سیمو د اعلانولو هرکلی وکړ چې د 2011 میلادی کال له جولای څخه به یې امنیتی مسئولیت له بهرنیو ځواکونو افغان عسکرو ته وسپارل شی .
هغې وویل لږ تر لږ تر راتلونکې یوه کاله به استرالیایی عسکر له افغانستانه ووځی .
د استرالیا لومړۍ وزیرې وویل دا چاره یو مهم ګام دی چې په اجراکیدو سره به یې ناټو له افغان حکومت او ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام وکړی .
هغې وویل په افغانستان کښې د پوره او دوامداره امنیت ټینګول د افغان حکومت او ناټو ګډ چیلنج دی چې استرالیا به هم ارزګان کښې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړی او تمه لرو له یوه تر دریوو کلونو ددغه ولایت امنیتی چارو مسئولیت هم افغان ځواکونو ته وسپارو .