رجوع
طالبان په هیواد کې بهرنیانوته دپاتې کېدو زمینه برابروی
تاريخ النشر: 1390/01/03 0:0رمز الخبر: 4636المصدر: ایرکا خبری آژانس
جمهور رئیس کرزی پر وسله والو طالبانو غږ وکړ ،چې په هیواد کې د بهرنیانو دایمی حضور ته زمینه برابر نه کړی .
جمهور رئیس کرزی دغه څرګندونې نن دنوی 1390لمریز تعلیمی کال دپرانستلو په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وکړې.
جمهور رئیس کرزی پر داسې مهال پر وسله والو طالبانو له تاوتریخوالی د لاس اخیستو غږ وکړ،چې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ په هیواد کې د دایمی پوځی اډو پر سر خبرې روانې دی.
کرزی وویل د وسله والو طالبانو په بریدونو ، ماینونو او ځانمرګو بریدونو کې د ملکی خلکو وژل بهرنیانو ته په افغانستان کې د اوږد مهال پاتې کېدو ته فرصت برابروی.
جمهور رئیس وویل پر ملکیانو د طالبانو بریدونه به په افغانستان کې جګړه او د اوسنی تاوتریخوالی لمن لا پسې پراخه کړی.