د کندهار د ملی امنیت رئېس وایی،چی د ملی امنیت ریاست مرکزی څانګه دی دوى ته بودیجه او ددوی دکارصلاحیتونه دی زیات کړی. دغه څرګندونی دکندهاردملی امنیت رئیس جنرال محمدنعیم مومن دکلید راډیو سره په یوه ځآنګړی مرکه کی وکړئ. هغه زیاته کړه،چی دامهال ددې ریاست اړوندټول تشکیلاتی اودکارکوونکودګمارنی کارونه په پلازمینی کابل کی کیږی،چی دغه کړنی ددوی دکارونو په وړاندی لوی خنډدی. دمومن په وینا،چی مرکزی دولت دی داصلاحیت دوی ته ورکړی،څو ددې سیمی اهل کاره کسان په دندووګمارل سی. هغه ملی امنیت ته ځانګړی بودیجه کمه وګڼل او زیاته یې کړه،چی ددوی دچټک غبرګون په وړاندی یولویه ننګونه ده. داپه داسی حال کی ده،دملی امنیت چارواکی دنوروامنیتی ادارو سره په توپیرهره ورځ دزیات شمېرلاسته راوړنوخبرورکوی. دیادونی وړده،چی په تېرو کی داقتصادریاست مسولینو هم په مرکزی دولت نیوکه کړه وی،چی ددوی کارونه دځنډ او خنډ سره مخامخ کوی.