رجوع
امنیتی مسوولیت دافغان ځواک په روزنې پورې اړه لر ی
تاريخ النشر: 1390/01/04 0:0رمز الخبر: 4668المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې تر2014 کاله پورې افغان امنیتی ځواکونوته په بشپړه توګه د امنیتی مسولیتونو د سپارلو هدف ترلاسه کیدای شی.
خودغه بهیر د دې هیواد په امنیتی وضعیت او د افغان امنیتی ځواکونو په روزنې پورې تړلی دی.
په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډېوید پټروئیس پرون د بریتانیا په یوه تحقیقاتی انستیتوت کې یوې غونډې ته وویل، د افغانستان دامنیتی وضعیت په ښه کیدو دى او د دې هیواد د پولیسو او ملی اردو د روزنې په چارو کې په پرمختګ سره به افغان امنیتی ځواکونه د دې وړتیا ولری، چې په بشپړه توګه امنیتی مسولیتونه په غاړه واخلی.
پټرویس دغه راز ټینګار وکړ، چې په دې هیواد کې د جګړې په ډګر کې وروستی ترلاسه شوی پرمختګونه ثابت نه دی ځکه طالبان به د هوا په تودیدو سره یوځل بیا خپلو حملو ته زور ورکړی څو له لاسه وتلې سیمې بیرته ترخپل نفوذ لاندې راولی خو د هغه په وینا دوی به په دې کار کې بریالی نه شی.