ایرکا خبری آ ژانس راپور ورکړ،د لیبیا د یوه طبی مقام خالد عمر وویل، په دغه هیواد د ناټو په حملو کې تر اوسه پورې 114 تنه مړه او څه دپاسه 446 نور هم ژوبل دی. په دغو کې، 114 تنه په طرابلس او 10 نور هم په سرت ښا ر کې وژل شوی دی. په عین حال کې کاناډایی جنرال چارلز بوجار په لیبیا کې د ناټو د حملې قومندانی په غاړه اخستې ده. همداراز تمه کیږی چې سې شنبې په ورځ به په لندن کې ناټو د لیبیا د عملیاتو په اړه بحث او جاجونه وکړی. عرب آن لاین خبری آژانس هم د تونس د یوه مقام له قوله راپور ورکړی چې د قذافی دحکومت څو لومړ پوړی مقامات په پټه تونس ته تلی دی څو په لومړی فرصت کې له دغه هیواده واوځی. هغه چې نه یې غوښتل نوم یې ایشوا شی وویل، د لیبیا د خلق د کنګرې منشی ابولقاسم الزاوی دد غو مقاماتو تر ټولو لوړ پوړی کس دی. همداراز انقلابیونو د مصراته او اجدابیه ښارونه بیرته له قذافی ځواکونو نیولی دی. په اجدابیه کې چې دقذافی ځواکونه ترې وتلی دی، یواځې سوځیدلی ټانکونه لیدل کیږی . په عین حال کې د ایتالیا د استعمار په وخت د لیبیاد مبارزو د اتل عمر مختار لمسی عوض مختار وویل، که اوس عمر مختار ژوندی و، نو بې شکه چې له انقلابیونو سره به یوځای کیده. هغه چې د انګلستان د اکستر پوهنتون څخه فارغ شوی او 69 کلن دی، په بنغازی ولایت کې د قذافی په ضد په مظاهرو کې وویل، عم مختار د لیبیا د خلکو لپاره د ایتالیا له استعمار سره وجنګیده، که څه هم 80 کاله وړاندې ووژ شو خو د قذافی دښمن دی او که ژوندی هم و، نو له واکمن رژیم سره به جنګیده. هغه زیاته کړه ، قذافی د خپل حکومت په پیل کې د بنغازی ښار له یوه میدان څخه د عمر مختار مجسمه لرې کړه. عمر مختار په بنغازی ښار کې زیږیدلی او لس کاله د ایتالیا له استعمار سره وجنګیده اوبالاخره په 1931 کال کې د ایتالیایی استعمار ګرو له لوری په دار وځړول شو. ویل کیږی چې هغه وخت 80 زره دلیبیا خلک د ایتالیا په بندونو کې وژل شوی دی. بل خبر هم وایی چې الجزایر حکومت ، د لویدیځوالو الوتکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ددغه هیواد له فضا، د لیبیا په هوایی حملو کې استفاده وکړی. دبحرین په اړه هم د آل خلیفه د رژیم د نسکوریدا لپاره د خلکو مظاهرې دوام لری. په زرګونو خلکو د بحرین د یوه شهید د جنازې په مراسمو کې د عربستان د نظام په ضد هم شعارونه ورکړل، دخلکو ځپل یې وغندل.