رجوع
دکندهار په لاریون کې 70 کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
تاريخ النشر: 1390/01/13 0:0رمز الخبر: 4829المصدر: ایرکا خبری آژانس

له کندهار ولایته راپور رارسی چې په کندهار ښار کې نن سهار له تاوتریخوالی په ډک لاریون کې 61 کسان ژوبل او 8 تنه وژل شوی او یو شمېر دولتی او ملکی تاسیسانو ته هم زیان اوښتى دى.
په راپور کې راغلی چې دغه لاریون نن سهار په نهو بجو او 15 دقیقو د کندهارګڼ شمیر خلکو د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوه ناپوه پادری جونز له خوا د اسلام د سپېڅلی کتاب د
سوځولو پر ضد د کندهار ښار د چهار سو په سیمه پیل کړ.
دغه لاریون نن سهار پیل شو او احتمالا ددی لاریونونو مرګ ژوبله زیاته شی.
له دې سره په یو وخت نن په کا بل او هرات کې هم په زرګو نو خلکو د امر یکای پا دری دغه زشت اقدام غند لې دې او د هغه د دغه اقدام پر ضد یې مظا هرې تر سره کړ ی دی .
د پریس ټی وی له راپور سره سم په دغو مظا هر و کې ګډون کو نکیو مړه دې وی امر یکا په شعا رونو سره دغه نا ړه اقدام غند لې دې .
له بلې خوا د ایرنا خبر ی اژا نس راپور ورکو ی د افغا نستان د شمال حوزې د پو لیسو مشر محمد داود داود وویلی دی چې په مزار شریف کې د ملګرو ملتو په دفتر د حملې 25 تو رن نیول شوی دی .
همداراز طالب ویندوی ذبیح ا... مجا هد زمو نږ سره په ټیلی فو نی تما س کې ویلی دی چې د مزار شریف په پر ونۍ پیښه کې طا لبانو لاس ندې درلو دلې بلکې دا د امر یکایی پا دری په لاس د قران کر یم د سپکا وی په اعتر اض کې د افغان ولس غبر ګو ن دې .