رجوع
له کندهاره نن هم د لاریونونو خبر ورکړل شو
تاريخ النشر: 1390/01/14 0:0رمز الخبر: 4843المصدر: ایرکا خبری آژانس

په کندهار کې نن هم د پرونی پر تعقیب یو ځل بیا د دې ښار د کابل د روازې او چارسو څخه لاریون پیل شو.
د راپورونو له مخې تردې مهاله لاریون سوله ییز دى، خو دا ، چې وروسته به څه کېږی لا له وخته وړاندې خبره ده.
بلخوا د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې هم له نن سهاره لاریون پیل شوى، چې په کې د عینی شاهدانو په وینا: درې لاریون کوونکی او درې پولیس ټپیان شوی دی.
ویل کیږی، چې د کندهار پوهنتون محصلین او د تېرې ورځې د لاریون زیانمن به هم لاریون کوی، چې له کبله یې سر له اوسه د ښار بازارونه نیمه تړل شوی دی.
په اړه به یې نور جزیات وروسته پرلیکه شی.