دافغانستان طالبان وای چې څو عسکر یې وژلی دی . دطالبانو ویندوی قاری یوسف احمدی دتهران راډیو پښتو خپرونې ته په لنډ پیغام کښې وویل چې نن دولس بجې دزابل ولایت د شورې دکوچنۍ شره په سیمه کښې یو سرف ګاډی په ماین تباه کړی شوی او څلور عسکر پکښې وژل شوی . قاری یوسف احمدی دانه دی ویلی چې وژل شوی عسکر خارجیان دی او که افغانان . قاری یوسف احمدی زیاته کړه چې نن غرمه د نهر سراج په یخچال سیمه کښې په یوه کاروان کښې پینځه ګاډی تباه کړی شوی او اته ساتونکی پکښې و ژل شوی . بل خبر داچې دافغانستان په کونړ ولایت کښې په جلالا کلی کښې په یوه کاروان چې دپاکستان له تورخم سرحده افغانستان ته رسیدلی وو حمله و شوه . دامریکا څلویښتو عسکرو او اتو ګاډو ددغه کاروان ساتنه کوله . طالبانو ادعا وکړه چې په دغه حملې کښې یې ټول څلویښت امریکایان وژلی دی . .