نامعلومو وسلوالو تیره مازدیګر دبغلان په ولایت کې دیوې کورنۍ 7 تنه غړی ووژل. دغه پیښه چې دبغلان ولایت دبورکې ولسوالۍ په خواجه هجران سېمه کې رامنځ ته شوې ددغې ولایت دولایتې شورا دیوتن وکیل اسدالله شهباز په خبره چې دغه پیښه پرون ناوخته رامنځ ته شوی شهبازویلې چې په وژل شویوکې 5 ماشومان اود هغوې موراوپلار شامل دی چې ټول 7 تنه کیږی ، ددغې پیښې په تړاو څوک ندی نیول شوی اوتر دې مهاله مسوولینو لاهم څه ندی ویلی. خوپه یاد ولایت کې ځینې وختونه دشخصې تربګنیو له مخې دا ډول پیښې رامنځ ته کیږی.