رجوع
ماین چاودنی 4 تنه پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
تاريخ النشر: 1390/01/22 0:0رمز الخبر: 4948المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت اړولو پر مهال پر پولیسو چاودنه وشوه چې پکې دوه تنه مړه او دوه نور ژوبل شوی دی.
افغان ملی پولیس او د نشه یې توکو پر وړاندی د مبارزې ځانګړی پولیس نن د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې چې د کوکنارو کښت د اړولو پر کمپاین بوخت وو پر یوه رنجر ډوله موټر یې د سړک غاړی ماین چاودنه وشوه او پکې دوه تنه مړه او دوه نور ژوبل شوه.
د افغان دولت وسلوالو مخالفینو تر دې چاودنی وروسته پر ملی امنیتی ځواکونو وسلوال برید هم وکړ او د پولیسو له خوا پر شا وتمبول شول.
افغان ملی امنیتی ځواکونو تر دې دمه په کندهار ولایت کې له څلور زره جریبه زیاته ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه کړې ده چې پکې تر دوه زره جریبه زیاته د ژړۍ په ولسوالی پوری اړه لری.