رجوع
په کندهار کی تر دری زرو زیات کورونه ویجاړ او 35 تنه د سیلابونو له کبله مړه شوی
تاريخ النشر: 1390/01/28 0:0رمز الخبر: 5020المصدر: ایرکا خبری آژانس

چارواکی به کندهار ولایت کی وایی چی تیره ورځ دکندهار ښار په دوولسو سیمو کی او په اروند و ولسوالیو کی ځایی اوسیدونکی ته د سیلابونو له کبله ډیر مالی او ځانی زیان رسیدلی دې.
په کندهار ولایت کی دحوادثو پرضد اداره وایی چی دا سیلابونه پرون مازدیګر شروع اوتراوسه دوام لری چی په پایله کی ډیره درانه مالی او ځانی زیان اړولی دې.
دحوادثو پرضد اداری رییس حاجی محمد هاشم سدوزی وویل: ((د سیلابونو له کبله3،000 کورنو شا وخوا کی ویجار شوی او 30تنه وژل شوی دی.
هغه وویل: ((مونږ 2 میلونه افغانی لرو خو داپیسی کفایت نه کوی او وایی چی نړیوالی ټولنی تراوسه، هیڅ کومک نه دی کړی)).
هغه دا هم وویل: ((چې دا 2 میلونه افغانی سیلاب ځپلو کورنیو ته به ورکړل شی او کوښښ کوو چې دغه کورنیو ته داوسیدو ځای بیرته برابر کړو اودولت مونږ سره همکار دی خو نړیوالی ټولنی تراوسه مونږ سره همکاری نه ده کړی.))
دا په داسی حال کی ده چی پرون ماسپښین هم په کندهار ښار کی ډیر زیاته اورښت شوی او ددی ولایت په ولسوالیو کی ډیرو وګرو ته مرګ ژوبله اړولی وه چې ډیر یی ماشومان دی.