رجوع
دافغانستان خلکو په بحرین کښې دجنایتونو پرضد مظاهرې وکړې
تاريخ النشر: 1390/02/03 0:0رمز الخبر: 5097المصدر: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان خلکو دبحرین ، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دامنیتی ځواکونو په جنایتونو اعتراض کښې چې دامریکا په ملاتړ سره د بحرین ملکی خلک وژنی مظاهرې وکړې .
زمونږ خبریال وای دافغانستان په زرګونو ښاریزو دامریکا پرضد مظاهرو سره دبحرین دمسلمانانو په ځپلو کښې دسعودی عربستان په لاسوهنې او دبحرین له دیکتاتور رژیمه دامریکا په ملاتړ دکرکې په څرګندولو سره ټینګار وکړ په اسلامی نړۍ کښې دامریکا تفرقه اچونکی سیاست په ماتی محکوم دی .
مظاهره چیانو دکابل پوهنتون مخ ته په راغونډیدا سره دقران مجیدونو په سوزولو او دجوماتونو په ړنګولو کښې دبحرین او سعودی عربستان دځواکونو داقدام دغندلوپه هکله شعارونه ورکړل .
مظاهره چیانو دغه راز له بحرین څخه دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دځواکونو دوتلو غوښتنه وکړه .
دافغانستان مظاهره چیانو دغه راز دبحرین دخلکو په وژلې کښې دامریکا په ملاتړ سره دبحرین او سعودی عربستان دجنایتونو په وړاندې دنړیوالو ټولنو په بې تفاوتۍ او چپتیا نیوکه وکړه .
دبحرین انقلابیانو په ځلونو ویلی چې زور ویونکو او ظالمانو ته به تسلیم نشی او دامریکا په ملاتړ سره دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دجنایتکارو ځواکونو تر وتلو او دال خلیفه کورنۍ تر نسکوریدا پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی .
په بحرین کښې دتیرې فرورۍ د میاشتې له څوالسمې نیټې دحکومت پرضد مظاهرې روانې دی او دبحرین، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دځواکونو په حملو کښې تراوسه دبحرین په سلګونو بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی او په سلګونو نورو نیول شوی او سخت شکنجه کړی شوی هم دی .