د کندهار ښار د سرپوزې په سیمه کی ددې ولایت د لوى محبس څخه د تښتېدلو کسانو له ډلی یو شمېر یې بیرته نیول شوی او لا هم د نورو کسانو د نیولو لپاره چاڼیز عملیات روان دی. د کندهار د لوى محبس څخه تېره شپه د یوه مځکنی نغم له لاری په لسګونو سیاسی بندیان وتلی او د نیولو لپاره یې په ښار او یو شمېر نږدې ولسوالیو کی پراخ چاڼیز عملیات په لاره اچول شوی دی. د کندهار والی تور یالی ویسا وایی چی 475 نفر د محبس سخه وتلی او تر دی مهاله لا پلتنی روانی دی. دویسا په وینا تول بندیان کمیپوتر شوی او د کندهار په شاریانو یی زغ وکی چی د بندیانو په نیولو کی دد ولت سره همکار ه شی. د طالبانو ویاند قاری یو سف احمدی بیا وایی چی 510نفر بند یان چی 106نفر یی قو مندانان وه د لوی محبس سه وتلی او تول روغ رمت تر خپلو سیمو پوری رسیدلی دی. پېښه تر څېړنی لاندی ده څو معلومه سی څنګه دغه مځکنى تونل کېندل شوى وو.